د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د کيسونو اوريدنه جوډيشل کمپلکس ته منتقل کولو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔

0
201

باغي ټي وي رپورټ

د چيف کمشنر دفتر لخوا د عمران خان د کيسونو جوډيشل کمپلکس ته منتقل کولو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په ضد به د 8 مقدمو اورېدنه په جوډيشل کمپلکس G-11 کې کېږي چې پکې به د پوليس سټيشن ترنول او پوليس سټيشن شهزاد ټاؤن کې درج شوي 2،2 مقدمې به په جوډيشل کمپلکس کې اورېدل کېږي.

نوټيفيکيشن کښې داهم وئيلي شوي دي چې دکراچۍ کمپني، کوهسار، رامنا او سيکرټريټ کښې درج شوي هر مقدمې اوريدنه به په جوډيشل کمپلکس کښې کيږي۔

د پي ټي آئي د چيئرمېن خلاف د 11 مقدمو اورېدنه به نن د اسلام آباد په مختلفو عدالتونو کښې کيږي په کومه کښې به چې عمران خان به نن جوډيشل کمپلکس او اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شي۔

د دې نه علاوه د پي ټي آئي د چيئرمېن په ضد درې مقدمې هم د ترهګرۍ ضد عدالت کښې اورېدې شي۔

Leave a reply