د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد انتظاميې په ښار کې د دفعه 144 په لګولو سره په عامه جلوسونو بنديز لګولی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر اسلام آباد لخوا د دفعه 144 لاندې جاري شوي نوټيفيکيشن ترمخه اسلام آباد کښې به په هر قسمه جلسو او جلوسونو مکمل بنديز وي۔
نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د ټولنې ځينې طبقې د اسلام آباد په حدودو کښې د مجلسونو او جلوسونو په شمول د غيرقانوني جلسو د تنظيمولو منصوبه لري.
نوټيفيکيشن کې زياته شوې چې د دې اندېښنو په نظر کې نيولو سره به په اسلام اباد کې د پنځو يا پنځو څخه د زياتو کسانو راټولېدل په بشپړ ډول منع وي.
د انتظاميي ترمخه دغه نوټيفيکيشن به دوه مياشتو پوري وي او خلاف ورزي کونکو سره به د دفعه 144 لاندي کارروائي کيږي۔