د احتساب پخواني سلاکار شهزاد اکبر د اوسني وضعیت مسوول جنرال (ر) قمر جاوید باجوه بللی دی.

باغي ټي وي رپورټ
لندن کې خبريالانو سره په غير رسمي خبرو کې شهزاد اکبر وويل نواز شريف ښه سړی دی، جنرال (ر) قمر جاوېد باجوه زموږ په ضد وو او د تباهۍ ذمه وار دی، قمر جاوېد باجوه د هېواد د اوسني حالت مسوول دی. .
ده ووئيل چې شهباز شريف وزيراعظم شوے دے، زه پخوا پوهېدم چې زمونږ حكومت به ړنګېږي۔
د احتساب په برخه کې پخواني سلاکار وویل چې کابینې د اسنادو د کتلو زحمت نه دی کړی.
شهزاد اکبر زیاته کړه چې زه سږ کال ټاکنې نه وینم، د پي ټي ايي په حکومت کې مې اجرایوي واک نه درلود.
ياده دې وي چې شهزاد اکبر د تحريک انصاف د حکومت پر مهال د احتساب په برخه کې د عمران خان سلاکار و، چې هغه ته د ختيځ ریکوري يونټ مشر هم ټاکل شوی و، خو د حکومت په وروستيو ورځو کې شهزاد اکبر له دندې لرې کړ. مسؤلیتونه






