امريکا «د تخنيکي ستونزو» له امله د مسکو په ناسته کې ګډون نه کوي

0
79

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د تخنيکي ستونزو له امله د مسکو په ناسته کې ګډون نه شي کولای.

 

د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس وړمه ورځ ويلي و، چې ښايي امريکا د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي، خو تېره شپه يې وويل، چې د تخنيکي ستونزو له امله امريکا نه شي کولای، په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

 

روسيې ویلي و، چې د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره امريکا، چين، هند، ایران او پاکستان ته بلنه ورکړې ده.

 

نيډ پرايس ويلي، د افغانستان په اړه د مسکو ناسته ډېره اغېزناکه او اړينه ده، خو امريکايي چارواکي د تخنيکي ستونزو له امله په دغه ناسته کې ګډون نه شي کولای.

 

چين د دغې ناستې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان په تړاو دغه ناسته به په دغه هېواد کې د سولې، کرارۍ او ټيکاو لامل شي او له همدې امله يې دوی هرکلی او ملاتړ کوي.

 

د رياست الوزراء د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د افغان حکومت لوړپوړی پلاوی تېره شپه د روسيې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

 

له ښاغلي حنفي سره په دې پلاوي کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي په ګډون يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

 

افغان حکومت هيله‌من دی، چې د مسکو دغه ناسته به د افغانستان لپاره سياسي او اقتصادي لاسته راوړنې ولري.

 

د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد ويلي: «موږ هيله‌من يو، چې د مسکو دغه ناسته به يو ښه سياسي ګام شي، تر څو د افغانستان په اړه د مسکو ناستې ګډونوالو هېوادونو اندېښنې لرې او د افغان حکومت په رسميت پېژندو لپاره زمينه برابره شي.»

 

د چارو کارپوهان د مسکو ناسته د افغانستان لپاره ګټوره بولي.

 

د سياسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت ويلي، په دغسې وضعيت کې د افغانستان په اړه د مسکو ناسته ډېره اړينه او ګټوره ده.

 

د ښاغلي سعادت په وينا په دغه ناسته کې به پر دې هم بحث وشي، چې د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپېژندل شي که نه.

 

دی وايي، افغانان هيله لري، چې دغه ناسته د افغان ولس لپاره د خیر او خوښۍ زيری ولري او افغانستان له اوسنۍ انزوا ووځي.

Leave a reply