اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بندیزونه لیرې کړي

0
118

اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بندیزونه لیرې کړي

د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د بهرنیو اسعارو په زیرمو، د اسلامي امارت د چارواکو او بانکونو په سفرونو بندیزونه ولګول شول چې لا هم پر ځای دي.

په دغو بندیزونو کې شامل دي: «د امریکا او اروپايي هېوادونو له خوا له نهو میلیاردو ډالرو څخه د زیاتو پیسو بندول، په بانکونو او بهر ته د پیسو په انتقالولو بندیز او د اسلامي امارت د پنځلسو چارواکو پر سفر بندیز».

(2023 / 7 /  10    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره لا زیات تعامل ته اړتیا ده.

داسلامي امارت وياند وويل: له څوارلسو څخه تر پنځلسو پورې لوړ رتبه چارواکي دي چې سفري ستونزې لري. دا پخوا هم شتون لري او وخت په وخت غځول شوی او دا په هیڅ ډول ګټور نه دی. “د مشرانو سفرونه له نړۍ سره د تعامل د دوام او د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم دي.”

د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د بهرنیو اسعارو په زیرمو، د اسلامي امارت د چارواکو او بانکونو په سفرونو بندیزونه ولګول شول چې لا هم پر ځای دي.

اړوند موضوعات:

عمران خان: پر ط.البانو بندیزونه د افغان نجونو پر تعلیم منفي اغېز کوي

Leave a reply