د کراچۍ په ګلستان جوهر سیمه کې د یوې نجلۍ د ځورونې د قضیې پلټنې روانې دي او پولیسو د تورن کس سکیچ تیار کړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د پولیس وینا ده چی سکیچ د سی سی ټی وی او عینی شاهدانو په مرسته تیار کړی شوی دی.
پولیس وايي، د پېښې په تړاو یې له ۳۰۰ کسانو پوښتنې کړې دي.
پولیسو د پیښې په اړه د پلټنو لپاره د سړک د ساتونکي او د کور کارمند په ګډون 15 کسان هم نیولي دي.
پوليس چارواکو د پيښې پلټنو لپاره پنځه کسيزه تحقيقاتي ټيم جوړ کړے دے چې پکښې ايس پي ګلشن، دوه ډي ايس پيز او دوه ايس ايچ اوز شامل دي۔
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګلستان جوهر په کوڅه کې د تېرېدو پر يوې نجلۍ د يوه ځوان د جنسي تېري سي سي ټي وي ويډيو خپره شوې وه.
نقاب پوش تورن پر نجلۍ د وهلو هڅه وکړه، کله چې نجلۍ مقاومت وکړ، تورن په شا تګ ته اړ شو او وتښتېدل.
د تفصيلاتو ترمخه دا پيښه د ګلستان جوهر بلاک 4 مغل هزاره ګوت سره نزدې رامخې ته شوې او دا پيښه درې ورځې وړاندې رامخې ته شوې ده چې پکښې د ملزمانو نمبر پلېټ هم په موټر سائيکل نه وو لګولې شوې۔