په کرم ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو ترمنځ نښته کې ۴ تنه وژل شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
دپوليسو ترمخه د پاړه چنار په کرم ضلع کې دځمکې په سر ددوؤ قبيلو ترمينځ نښته شوې چې پکې ددوه اړخيزه ډزو په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي اؤ ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
پوليس وائي چي په مړو کښي سماجي مشران وهاب علي شاه، محمد، عبدالولي او علي خيل شامل دي۔
د نښتې په پایله کې د دواړو لورو ۲،۲ تنه وژل شوي، چې په ډزو کې ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د ضلعې انتظامیې او پولیس وینا ده چې د مشرانو په مرسته د اور بندولو هڅې روانې دي.
د سیمې اوسېدونکو له حکومت څخه په سیمه کې د سولې د ټینګښت او د ځمکو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.






