د تحريک انصاف د اقتصادي ډلې غړي مزمل اسلم ادعا کړې ده چې آئي ايم ايف پي ټي ائي د پاکستان تر ټولو لويه سياسي ګوند ګڼي او له همدې امله غواړي چې پي ټي ايي په اعتماد کې واخلي.

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز د پروګرام د نوي پاکستان کوربه شهزاد اقبال سره په خبرو کې مزمل اسلم وويل، چې د پيسو نړيوال صندوق د پاکستان د اقتصاد په اړه ډېر اندېښمن دی، بايد زيات لګښت ونه کړي.
مزمل اسلم وئيلي دي چې آئي ايم ايف پي ټي ائي د پاکستان تر ټولو لويه سياسي ګوند ګڼي نو ځکه غواړي پي ټي ائي په اعتماد کې واخلي.
د IMF پلاوي له عمران خان سره وکتل
تيره ورځ د آئي ايم ايف وفد د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان سره زمان پارک لاهور کښي وليدل۔ د آئي ايم ايف پلاوي او د پي ټي آئي چيئرمېن ترمېنځه ملاقات يو ساعت نه زيات دوام وكړو۔
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تر منځ د شوې هوکړې ملاتړ اعلان کړی دی.
د IMF سره د کارمندانو په کچه تړون
د يادونې وړ ده، چې دا د پيسو نړيوال صندوق (IMF) او پاکستان تر منځ د درې ميلياردو ډالرو په ارزښت تړون دى.
د اعلان له مخې، د IMF اجرایوي بورډ به د کارمندانو په کچه تړون تصویب کړي او اجرایوي بورډ به د جولای په نیمایي کې غونډه وکړي.
د سټنډرډ انتظام له مخې د آئي ایم ایف نه 2.6 اربه ډالر ترلاسه کولو امکان دی، پاکستان دا رقم قسطونو ترلاسه کولی شي، د پاکستان او آئي ایم ایف تر مینځ معاملې په اصولي توګه حل شوي دي.





