د مۍ په نهمه، د ترهګرۍ ضد محکمې د فواد چوهدري، اسلم اقبال او فرخ حبیب او نورو لپاره د اور وژنې او محاصره کولو پیښو کې د غیر ضمانتي ګرفتارۍ وارنټ جاري کړل.
باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو له مخې پوليسو دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت څخه دهغو ملزمانو غير ضمانتي وارنټونو غوښتنه کړې وه کوم چې د مئ دمياشتې په پيښو کې نۀ دي نيول شوي.
د پوليس په درخواست عدالت د حليمه خان، عظميٰ، حسن نيازي، مراد سعيد، علي امين ګنډاپور او اعظم سواتي د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ هم جاري کړل.
تيره ورځ د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د مې د نهمې نېټې په پېښو کې د ترهګرۍ د قانون لاندې په 6 مقدمو کې نومولی دی، د هغه په ضد د مې په نهمه او 3 د مې په 10مه مقدمې درج شوي دي.
د می 9 غمیزه
د روان کال د مۍ په نهمه نېټه د پي ټي آئي د مشر عمران خان د نيول کېدو وروستو د پي ټي آئي کارکنانو د ملک په مختلفو ښارونو کښې احتجاجونه او اورونه وکړل.
د پي ټي آئي فعالانو د لاهور جناح هاؤس پشمول پوځي تاسيساتو، تاريخي ودانيو، حکومتي املاک او ګاډو ته اور ورته کړ.