د ترهګرۍ ضد محکمې د مې د نهمې نېټې په پېښو کې د شاه محمود او اسد عمر په ګډون د پلټنو امر کړی دی.

0
197

باغي ټي وي رپورټ

د لاهور د ترهگرۍ ضد عدالت جج اعجاز احمد د مې د نهمې نېټې پېښو کې د اسد عمر او شاه محمود د عبوري ضمانت د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکې دواړه کسان عدالت ته وړاندې شول.

شاه محمود په 3 مقدمو کښې د ناقابل ضمانت ګرفتاری وارنټ جاری کولو نه پس د عبوری ضمانتونو درخواستونه هم جمع کړی دی.

عدالت د اسد عمر او شاه محمود په عبوري ضمانتونو کې د می نهمه د جولائي تر 21مې نیټې پورې غځولې ده او د دواړو نه د پوښتنو ګروېږنو امر کړی دی.

له رسنیو سره د شاه محمود خبرې

دمحکمې نه بهر ميډيا سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل دتحريک انصاف چيئرمين سره مي څو ځله ملاقاتونه کړي دي نو افواهاتو ته غوږ مه نيسئ.

ده ووئيل چې د تحريك انصاف مشر به نن د آئي اېم اېف پلاوي سره ملاقات كوي، د آئي اېم اېف پلاوي مخې ته به خپل دريځ وړاندې كوي، ځينې به يې واوري او ځينې به خپلې خبرې وكړي، زه به هم په دې غونډه كښې ګډون وكړم۔

Leave a reply