د لاهور احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د غيرقانوني پلاټ الاټمنټ ريفرنس کښې د بري حکم جاري کړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ
په فيصله کې وئيل شوي چې ريکارډ ښيي چې نوازشريف دسياسي غچ اخستو په تور نيول شوى ؤ، د هغه وخت حکومت د نيب چارواکي مجبور کړل چې د نوازشريف سياسي کيرير تباه کړي، د ملک د درې ځله وزيراعظم نوازشريف شهرت تباه شو.
احتساب عدالت وئيلي دي چې د ريفرنس په تورونو کښې د نواز شريف کردار د شريک ملزمانو نه کم دے.
عدالت د نواز شريف او د هغه د 27 شيئر هولډرانو منجمد شوې جائيدادونه بحالولو امر کړى او وئيلي يې دي چې نيب دې د اپيل وخت ختميدو وروستو د جائيدادونو مقدمه جاري کړي، د فيصلې کاپي دې د نيب چيئرمين او ډپټي پراسيکيوټر جنرل ته استولې شي۔ نیب.
فيصله کښې وئيلي شوي دي چې سينئر اسپيشل پراسيکيوټر اسد اعوان د حقايقو د معلومولو په بنياد عدالتي معاون مقرر کړے شوے دے۔ سينئر سپيشل پراسيکيوټر وئيلي دي چې نواز شريف ته اشتهاري اعلان کول د قانون مطابق نه دي او په ضد به هيڅ کاروائي نه شي کيدے
د احتساب عدالت په فيصله کې وئيلي چې عدالت خاموش تماشه کوونکى نۀ شي پاتې کيدلى، د نواز شريف د اشتهاري کولو فيصله واپس اخستل کيږي، د نوازشريف د اشتهاري اعلانولو عمل قانوني نۀ دى چې د تعميل کوونکي بيان ريکارډ نۀ کړو.