وفاقي حکومت په پنشن کښې د 17 فیصده زیاتوالي نوټیفیکیشن جاري کړی دی.

0
153

باغي ټي وي رپورټ

د خزانې وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيكشن ترمخه د وفاقي حكومت د ټولو پنشنرانو په پنشن كښې د زياتوالي منظوري وركړې شوې چې پشمول د دفاع د سول پنشنرانو او د وسله والو ځواكونو ريټايرډ ملازمينو او د سول آرمډ فورسز ريټايرډ ملازمينو پشمول د جولائي له لومړۍ نېټې څخه منظوري وركړې شوې۔

د نوټيفيکيشن له مخې په پنشن کښې زياتوالے به په خانداني پنشن کښې هم لګولې شي۔

د دې نه علاوه د جولائي له لومړۍ نېټې څخه لږ تر لږه پنشن له 10 زره روپو څخه 12 زره روپو ته لوړ شوی دی.

ياده دې وي چې وفاقي حکومت د راتلونکي مالي کال بجټ کښې د سرکاري ملازمينو تنخواګانو کښې 35 فيصده او پنشن کښې 17 فيصده زياتوالي اعلان کړې وو ولې د ای او بي آئي پنشنرانو پنشن لس زره روپو ته پورته کړے شوے دے۔ .

قومي اسمبلۍ د راتلونکي مالي کال وفاقي بجټ هم منظور کړی چې پکې د ۲۱۵ اربه روپو نوي ټیکسونه لګول شوي دي.

Leave a reply