د پاکو، شفافو او پرامنه ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د هېواد د ټولو لویو سیاسي ګوندونو ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ کې د ټول ګوندیز کنفرانس په بللو هوکړه شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د سولې لپاره د ګډې سیاسي ژمنې تر سرلیک لاندې دغه ډیالوګ پرون د اسلام اباد په یوه ځايي هوټل کې د پاکستان د ستراتیژیکو اړیکو او څېړنیزې کمپنۍ CRS له خوا جوړ شو.
د وړاندیز شوې APC اصلي اجنډا به د سیاسي نه زغم مسله حل کول وي چې په ټولنه کې نفرت ته وده ورکوي.
قمر زمان کائره، سناتور افراسیاب خټک، سناتور پرویز رشید، رؤف حسن، سناتور انوارالحق کاکړ، رومینا خورشید عالم، صابر قائم خاني، چوهدري منظور احمد او ندیم سرور د خپلو خپلو ګوندونو استازیتوب وکړ.
ډيالوګ ته په وينا کې د سي آر ايس سي اي او انيق ظفر وويل چې په هېواد کې د روان عدم برداشت نه غير رياستي عناصر ګټه پورته کولی شي.
ګډونوالو د وضعیت د نازکوالي په درک کولو سره، دې ستونزې ته د یوه مناسب سیاسي حل د موندلو لپاره د دویم منشور پر اهمیت ټینګار وکړ او ګډونوالو یې د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه، چې د زړو او پخوانیو لپاره پکې ځای نه وي. نوې ترهګرې ډلې وده وکړي، ترڅو دوی په هیڅ کچه د سیاسي انجینرۍ لپاره ونه کارول شي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د راتلونکو ټاکنو د سوله ییز ترسره کېدو لپاره باید له ټولنې څخه د وسلو فرهنګ له منځه یوړل شي، د خبرو اترو په ترڅ کې د ترهګرۍ پر اقتصاد هم خبرې وشوې او ګډونوالو په ترهګریزو فعالیتونو کې د مالي اسانتیاوو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دې تر څنګ حاضرینو د حقایقو او پخلاینې د کمیسیون پر جوړیدو هم ټینګار وکړ چې په دې سره به په وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې د دې خبرو د وړاندیزونو په رڼا کې دې د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته مکتوبونه ولیکل شي. د هیواد او ټولټاکنو په اړه باید لومړی APC راوبلل شي ترڅو د ټاکنو لپاره ضابطه د مشورې له لارې تصمیم ونیول شي.
هيله ده چې د دې خبرو اترو او تر ټاکنو مخکې د APC د وړانديز شويو وړانديزونو په رڼا کې د هېواد پر سياسي وضعيت مثبت اغېز وکړي او سياسي زغم ته وده ورکړي.





