له جګړې پاتې ناخواخلې؛ ۷۷کلن سپین ږیری رسول الدین ته په زاړه ځان د ۳ کونډو او ۲۱یتیمانو پالنه ورپاتې ده

0
279

له جګړې پاتې ناخواخلې؛ ۷۷کلن سپین ږیری رسول الدین ته په زاړه ځان د ۳ کونډو او ۲۱یتیمانو پالنه ورپاتې ده

 

باغي ټي وي رپوټ: 

د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ په ځنګلونو پوښل شوې سیمه کړنګل(کوړنګل) چې د مرګ د درې په نوم یې هم شهرت موندلی، هر اوسیدونکي یې د جګړې ترخه څکلي، ډیرې کورنۍ پکې له غمه ډ کې زړه بوږ نوونکې او حیرانونکي کیسې لري، لکه په ملا کړوپ ۷۷ کلن رسول دین چې په توده جګړه کې یې درې ځوان زامن له لاسه ورکړي او اوس درې کوندې او ۲۱ یتم لمسیان ورپاتې دي.
رسول دین چې عمر خوړلي سپین ږیری دی په څیره کې یې دغربت نښئ له ورایه ښکاري ، په غره کې د قومي ویش له مخې ورته په برخه څو څیړۍ ونې ورسیدلي ،نور نو نه پوله لري او نه پټی.
هغه د خپلو کونډو انګورګانو او ۲۱ لمسیانو سره د ژوند ستړی پیټی وړي چې په زاړه ځان یې اوس پالنه او روزنه هم کوي.
رسول دین اوس د ناروغۍ په بستر پروت دی ، هغه چې د لمر وړانګو ته د بوڼ په زاړه کټ یې تکیه وهلې وه او یتیمان ماشومان پرې راټول وو،د ژوند ستړې کیسه داسې کوله چې ستونی یې له ژړا ډک او په ږیره یې اوښکو لارې کولې. .
هغه وویل:((یو زوی مې امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو ،امریکایان راغلل ،دلته پراته وو ،ډیروخت یې تیرکړ،دوه نور زامن حزب الله او نصیراحمد بیا د داعشیانو سره په جنګ کې شهیدان شو ،امریکایان چې کله ووتل بیا داعش راپید اشو ،دلته ډیر جنګونه شوي ،بس زموږ قسمت به همدغه وو چې زامن رانه لاړل جنګ وخوړل))))
عمر خوړلی رسول دین وایي اوس یو زوی ور پاتې دی چې له هغه بیل او د خپلو درې زامنو بچیان او د هغوی کونډې همدې ته پاتې دي.
هغه زیاتوي چې ځینې لمسیان یې په مدرسو کې سبق ته کینولي او نور له ده سره د کور په کار کې مرسته کوي.
هغه وایي (( بې وسه یم ،د ټنګي درک راسره نشته ،بچیانو ته نفقه نشم برابرولی ، ګاونډیانو سره دې خدای ښه وکړي، لاس راسره اړوي ))
کړنګل دمرکزاسداباد نه خواو شا ۳۰ کیلومتره لرې د دنګو غرونو په مینځ کې په نښترو او څیړۍ ونو پوښل شوې دره ده چې په تیرو دوه لسیزو کې د جنګ توده سیمه پاتې شوې ده.
امریکایي ځواکونه چې ۹ کاله هالته میشت وو ،دغه دره یې دمرک درې په نوم یادوله او په اړه یې په انګلیسې ژبه مستند فلمونه او کیسې هم په کتابونو کې خوندي دي.
۶۵ کلن قومی مشر حاجي زړور خان د کړنګل بیبیال کلي اوسیدونکی دی ،وایي امریکایانو د لته ډير ظلمونه وکړل ،۲۵۰ کونډې یوازې دهغه زلمیو ورپاتې دي چې دامریکایي فوځیانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې کله یې امریکایان له سیمې ووتل ،دغه سیمه بیا د داعش او طالیبانو ترمینځ دجنګ په ډکر بدله شوه.
دغه قومی مشر زیاتوي چې ،ددوی په کلي کې یوازیني رسول الدین نه دی چې کونډې او یتیمان ورپاتې دي.
هغهه وایي (( کلی مو دکونډو او یتیمانو مرکز دی ،خو شکر زموږ چې څومره وس کیږي ،دکونډو او یتیمانانو سره یې کوو ،خو دولت هم باید د دغه خلکو غمه وخوري ))
د نوموړي په وینا د سیمي اوسیدونکي په ټوله کې ټول افغانان له جګړې ستړي شوي پکار ده چې په وطن کې یې نور دغم خبرونه نه وي او ټول وګړي یې په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي.

اړوند موضوعات:

ټام ویسټ: افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو احتمال ډیر شوی دی

د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریس مولوي نجیب الله حنیف وایي د تېرو کلونو سختو جګړو نه یوازې سپین ږیري رسول دین ته کونډې او یتیمان په میراث پریښي بلکې د کونړ په ګڼو سیمو کې ورته کورنۍ له غمه ډک داستانونه لري.
هغه وایي حکومت د یوه منظم پلان له مخې هڅه پېل کړې څو په جګړه کې د قرباني شویو کورنیو د ژوند ښه والي لپاره کار وکړي او د هغوی د یتیمانو او کونډو سمه پالنه او روزنه وکړي.

 

( راپورټر قضافي مل )

Leave a reply