په انټربینک کې د روپۍ په مقابل کې یو ځل بیا د ډالر بیه رالویدلې ده او نن په لومړیو تجارتونو کې ډالر په ۹۱ پیسو ارزانه شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په انټربینک کې د ډالر نرخ د 91 پیسو کمیدو وروستو په 276 روپۍ 50 پیسو شو.
تېره ورځ انټربینک بازار کې ډالر په ۲۷۷ روپۍ ۴۱ پېسو بند شو چې یو روپۍ ۹۷ پېسې ګران شو.
ياده دې وي چې د پاکستان او د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) ترمينځ د سټېنډ باي معاهدې وروستو د ډالر په وړاندې يوه ورځ وړاندې په انټر بينک کې ډالر په 10 روپۍ 55 پيسې ارزانه شوى ؤ.






