د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې اصل ګډ فادر او سسيلي مافيا آصف سعيد کهوسه دے چا چې د نواز شريف خلاف سازشونه کړي وو۔

0
174

باغي ټي وي رپورټ

مريم اورنګزېب وويل د پاکستان تحريک انصاف مشر حامد خان ګواهۍ راغلې چې د نواز شريف د نااهلۍ فيصله ډېر پخوا شوې وه او په نورو ځايونو کې هم شوې وه.

د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د هېواد په تاريخ كښې د نړيوال مالياتي صندوق ( آئي اېم اېف ) يواځينې پروګرام د نواز شريف په دور كښې بشپړ شو٬ نواز شريف د هېواد معيشت مضبوط كړو او آئي اېم اېف ته ئې مباركي وركړه۔

ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د اېتلافي حكومت سره په ګډه د تېر يو كال په مهال د هېواد د اقتصادي تباهي، بدامنۍ، بې روزګارۍ، لوډشيډنګ او ترهګرۍ ختمولو په هلو ځلو بوخت دي۔

ياده دې وي چې د پي ټي آئي مشر حامد خان د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په مهال ويلي وو چې نواز شريف فکر کاوه چې عدليه به سمبالوي خو وروسته پوه شو چې دا به ممکن نه وي.

حامد خان وویل چې نواز شریف وروسته پوه شو چې معاملې د هغه لاس نه دي او د هغه د نااهله کولو پریکړه په بل ځای کې شوې ده.

Leave a reply