تحریک انصاف راجه اعظم د ګلګت بلتستان اعلی وزیر نومولی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف پارلماني ګوند د ګلګت بلتستان د اعلی وزیر لپاره د راجه اعظم نوم وړاندیز کړی.
د پي ټي آئي وياند وئيلي دي چي راجه اعظم په متفقه توګه د پي ټي آئي د وزيراعلي لپاره اميدوار نامزد کړے شوے دے۔
وياند ووئيل چې تحريك انصاف ګلګت بلتستان كونسل كښې پرېكنده اکثريت لري۔
د جي بي وزيراعلي د جعلي درجې په تور نااهله کړے شوے دے۔
تيره ورځ د ګلګت محکمې د تحريک انصاف سره تعلق لرونکي وزيراعلي خالد خورشيد د جعلي درجې کيس کښې نااهله ګرځولي وو۔
د خالد خورشید په مقابل کې د پیپلز پارټۍ عبدالحمید او د (ن) لیگ رانا فرمان علي د خالد خورشید درجې الیکشن کمیشن کې چیلنج کړې وې چې په اړه یې چیف الیکشن کمشنر وزیراعلی ته نوټس جاري کړی وو.
د ګلګت بلتستان د وزيراعلي سند د لندن څخه و او د جي بي بار کونسل لخوا ورته د وکالت جواز جاري شوی و خو د لندن پوهنتون لخوا د سند تصديق نه دی شوی.
د ګلګت عدالت درې کسيزه بنچ په دې مقدمه کې خالد خورشيد نااهله ګرځولی دی.