لنډي کوتل کښې د جماعت اسلامي ترسیوري لاندې سویډن کښې د قرآن پاک د سپکاوي په ضد لویه احتجاجي مظاهره وشوه

0
207

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي ترسیوري لاندې به لنډي کوتل په سويډن کښي د قرآن پاک د سپکاوي په ضد باچا خان چوک کښي احتجاجي مظاهره اوشوه، ګنړ شمیر ځایی مشرانو،ځوانانو او د ګوند مشرانو به دې مظاهره کښې ګډون وکړو.

احتجاجي مظاهره کښې د جماعت اسلامي مشر مراد حسين آفريدي ، سيد مقتدر شاه آفريدي ، عبدالروف شینواری. دې نه علاوه د جماعت اسلامي کارکنانو او تاجرانو او ځایی اولس په ګنړ شمير کښې برخه واخسته. احتجاجي مظاهرې په مهال د جماعت اسلامي مشرانو اوويل چې په سويډن کښې د قرآن پاک د سبکاوي په کلکه غندنه کوي. مشرانو اوویل چې دغه ناوړه عمل ټول د نړۍ مسلمانانو ته صدمه رسولې ده.،مشرانو زیاته کړه چې قرآن کریم به تر قیامته پورې زمونږ په زړونو او ذهنونو کښې وي او دا د مسلمانانو ذهنونونو او زړونو څخه هیڅوک هم نه شي ویستلې.

Leave a reply