د لاهور هائي کورټ د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د مشر د انتخاب اجازه ورکړې ده.

0
190

باغي ټي وي رپورټ

عدالت د پي سي بي د چيئرمېن د انتخاب خلاف حکمنامه واپس کړې ده۔

ياده دي وي چي دجون په 27مه نيټه د لاهور هائي کورټ جسټس انور حسين د شهري په درخواست باندي فيصله کړي وه او د پي سي بي د چيئرمېن ټاکنه يې ودرولې وه او وفاقي حکومت، د پي سي بي اليکشن کمشنر او نورو ګوندونو ته يې نوټس جاري کړے وو د دوی ځواب وو

د عدالتي حکم په اړه پي سي بي عدالت ته مراجعه کړې او په درخواست کې يې وئيلي چې د دې مقدمې وړاندې د لاهور هائي کورټ جسټس شاهد کريم اورېدنه کړې وه خو هغه پرې حکم نه دی جاري کړی او په جمع کړی شوي درخواست کې دا خبره پټه کړې شوې وه.

جسټس انور حسين دټولو دلائلو اوريدو وروستو دحکمتيارۍ په درخواست فيصله وکړه اؤ چيف جسټس ته يې دټولو درخواستونو دمنظورولو لپاره ليږلى.

ياده دي وي چي بلوچستان هائي کورټ او پيښور هائي کورټ هم د پي سي بي چيئرمېن د انتخاب نه کولو حکم جاري کړې دې۔

د پي سي بي د چيئرمېن ټاکنه د جون په ۲۷ نېټه ټاکل شوې وه، خو د بلوچستان هائي کورټ له پرېکړې وروسته دغه ټاکنې وځنډول شوې.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې پيپلز ګوند غوښتنه کړې وه چې ذکا اشرف دې د پي سي بي چيئرمېن جوړ کړي چې وروسته وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان کرکټ بورډ بورډ آف ګورنر لپاره د ذکا اشرف او مصطفی رمدې د نومونو منظوري ورکړه رئيس وو

داسې ښکاری چې پخوانی چیئرمېن ذکا اشرف به یو ځل بیا د پی سی بی د چیئرمېن څوکۍ په غاړه اخلی.

Leave a reply