په کراچۍ کې د شیدو پلورونکو په خپل سر د شیدو بیې لوړې کړې.

باغی ټي وي رپورټ
د شیدو پلورونکو د یو لیټر شیدو په بیه کې ۲۰ روپۍ زیاتوالی راوستی چې له دې وروسته د شیدو بیه ۲۳۰ روپۍ ته لوړه شوې ده.
د شیدو پلورونکو په وینا، شیدې ګرانې شوې او یو لیتر شیدې په ۲۳۰ کلدارې پلورل کېږي.
د شیدو پلورونکو د سنده حکومت د حکمونو له منلو انکار وکړ.
پېرودونکي وايي چې د شيدو بيې زياتول غير قانوني دي نو انتظاميه دې په فوري توګه اقدام وکړي، کمشنر کراچۍ د شيدو بيې په قابو کولو کې ناکامه دي.






