ځوانان: د ولور په نوم بد کلتور ته دې په دولتي چوکاټ کې یو میکانیزم جوړ او دغه دا ملاماتوونکی فرهنګ دې له منځه یوړل شي

0
391

ځوانان: د ولور په نوم بد کلتور ته دې په دولتي چوکاټ کې یو میکانیزم جوړ او دغه دا ملاماتوونکی فرهنګ دې له منځه یوړل شي

 

باغي ټي وي راپور: 
د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ځوانان د لوړ ولور او ناوړه دودونو نه په شکایت وایي چې د ا.ا. حکومت دې د ولور په نوم ناوړه دود له منځه یوسي او یا دې هم پکښې کموالی راولي.
دوی غوښتنه کوي چې د ولور لپاره دې په دولتي چوکاټ کې یو میکانیزم جوړ شي او په ټول هیواد کې دې دغه ناوړه دود له منځه یوسي او یا دې هم آسانی پکښې راولي.
ولور؛ په افغانستان کې هغه ملا ماتوونکی دود دی چې ګڼ افغان ځوانان یې ناخوالو سره مخ کړې دي.

لکه څنګه چې نکاح د اسلام سریع امر او د پیغمبرانو له هغه سنت څخه شمېرل کیږي چې مسلمان ځوانان یې ځوانۍ ته له رسیدو سره سم باید ترسره کړي.
دا چې دغه سنت او د ټولنې د جوړښت اساسي پدیده افغانستان کې که څه هم یو شمېر ځوانانو ته خوښۍ وربښي، نوی ژوند یې پیلوي او هیلو ته یې ښکلا وربښي؛ خو یو شمېر نور یې بیا د ځینو بدو دودونو له وجې له ناهیلۍ او ناخوالو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د ځینو سیمو اوسیدونکي د لوړ ولور، ناوړه دودونو د او ودنو کې د لوړو مصارفو څخه د شکایت تر څنګ وایي چې دغو دودونو یې ژوند تریخ کړی او نشي کولی پخپل وخت نکاح ترسره کړي.
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اقچي د کلي ملک خیرجان د دغو ناوړو دودونو په اړه وايي: « ولور هغه بد رواج دی چې زمونږ ډیری ځوانان له واده کولو مخکې د ولور ګټلو لپاره مسافري کوي او کله چې څه نا څه پیسې وګټي بیا واده کې د لوړو مصارفو کولو له امله قرض دار شي او بیا مسافریو ته مخه کړي، دغو رواجونو زموږ له ځوانانو خوشالۍ اخستي او د واده په خوښیو یې نه پوه کوي.»
په همدغه اړه مو د یاد کلي يو ځوان اجمل چې تازه یې واده کړی او د وادۀ د ورځې سپینه جوړه يې پر تن ده پوښتلی هغه وايي: « د وادۀ مې درې ورځې کیږي، منم واده لویه خوشالي ده، خو زما دغه خوشالي له ما د قرضدارانو په غم کې ورکه ده، ما واده وکړ، خسر مې ۴ نیم لکه افغانۍ ولور واخست، نور د وادۀ مراسمو مو هم لوړ مصرف درلود، اوس تقریباً ۳ لکه افغانۍ قرضداره یم، د دغو قرضونو د ورکړې لپاره مجبور یم ایران ته لاړ شم او مزدوري وکړم.»
د ولور په اړه د دغې سیمې نور ځوانان هم له ورته ستونزو شکایت کوي او له مسؤلینو او قومي مشرانو هیله کوي چې په یو اتفاق دغه بد کلتور ته د پای ټکی کیږدي.
دغه ستونزه مو د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د امر باالمعروف لۀ آمر مولوي تورګل سره شریکه کړه، نوموړي د دغې ستونزې په تائید وویل: « هو! ولور یو بد او ناروا عمل دی، د دغه ناروا عمل د مخنیوي په خاطر موږ مخکې هم هڅې کړې دي، تقریباً دوه کاله مخکې چې لا ټول افغانستان د ا.ا. په واک کې نه ؤ موږ د قومي مشرانو او سپین ږیرو په ملتیا یو پریکړه لیک خپور کړ چې هېڅوک نشي کولی چې له ۲ لکه افغانیو ډیر ولور واخلي او یا هم په مقابل طرف ناوړه رواجونه تحمیل کړي؛ خو اوس به له بده مرغه ووایم چې دغه دود یو ځل بیا ستونزې راولاړې کړي او خلک له خپارۀ شوي پریکړه لیک څخه نافرماني کوي، زه هیله مند یک چې ډیر ژر به موږ یو ځل بیا پدغه اړه تصمیم ونیسو او د دې ناوړه عمل مخه به نیسو.»
د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي پداسې محال له دغه دود څخه شکایت کوي چې د افغانستان په ډیریو نورو ولایتونو کې هم د ولور دغه ملاماتوونکی دود شتون لري او په ځینو سیمو کې خو حتی تر ۴۰ لکه افغانۍ ولور شتون لري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو لکه: کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې بیا د ولور په نوم پیسې نه اخستل کیږي او د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته یوازې دومره پیسې ورکوي چې د ناوې کورنۍ د ناوې لپاره د ضرورت وړ شیان واخلي، تر څو ورځني ژوند کې ورڅخه استفاده وکړي.
د ننګرهار اوسیدونکي هدایت شاه هدایت پدې اړه وویل چې له دې سره سره چې دغه بد دود دلته نشته، بلکې ځینې کورنۍ خو د ناوې لپاره له خپل جیب څخه پیسې مصرفوي او وایي چې دوی پدې نظر دي چې لکه څنګه چې زلمی پخپلې کورنۍ حق لري؛ همدغسې یوه پیغله هم پخپلې کورنۍ حق لري چې د ژوند جوړولو کې ورته پیسې ولګوي.

Leave a reply