د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې د کار دوره پای ته رسېدو سره به حکومت پریږدي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې د کار دوره پای ته رسېدو سره به حکومت پریږدي.
لاهور کې دخبرو اترو په مهال شهباز شريف په يو بيان کې وئيلي دي چې دانتخاباتو اعلان او ترسره کول دالیکشن کميشن کار دى، دا کار بايد داساسي قانون له مخې اليکشن کميشن ترسره کړي.
هغه وويل چې که الله په ټاکنو کې بل چا ته موقع ورکړي نو پوره همکاري به وکړو، که مونږ “تاسو” او “زه” پريږدو او “موږ” نه شو نو پاکستان به پرمختګ کله هم و نه کړي.
وزيراعظم زياته کړه چې د آئي ايم ايف سره د معاهدې نه به په شپه کې افراط زر نه کميږي، د انفلائيشن نه انکار پخپله فريب دى.
شهباز شريف وويل چې د سېنېټ چيئرمېن پخپله ويلي دي چې د مراعات زياتولو بل به واپس اخلي، د آئي اېم اېف پروګرام د معيشت استحکام لپاره دې.