هند کښې مسافر وړونکې بس بدې ترافیکي پيښې سره مخ شوې، ۲۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړې

0
150

باغی ټي وي رپورټ
د هند په مهاراشترا ایالت کې پر لویې لارې د مسافرو ډک بس اور اخیستی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر مسافر ټپیان شوي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند مهاراشترا ایالت په سمرودي مهامارګ ایکسپریس وے باندې د مسافرو نه ډک یو بس کې ناڅاپه اور لګېدلی چې له امله یې د درې ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو ویلي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده، په بس کې ۳۳ کسان سپاره وو چې د مسافرو اخیستلو لپاره پونې ته روان وو.

بل خوا د پېښې د جزئياتو په ورکولو سره پوليسو ويلي دي، چې پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه، چې بس په ایکسپریس وے کې له يوه پول سره ټکر وکړ، چې له امله يې بس چپه شو او به بس کښې اور ولګیدو. د پوليسو په وينا، د بس له غورځېدو وروسته د بس دروازه وتړل شوه، چې له امله يې مسافرين ونه شواى کولى، چې په کې ډېر کسان مړه شوي، خو د بس چلوونکى له نېکه مرغه ژوندى پاتې شوى دى.

دپوليسو وينا ده چې دپيښې وروستو ژوبل کسان نزدې روغتون ته ليږدول شوي اؤ دپيښې مقدمه يې درج کړې ده اؤ پلټنې روانې دي.

Leave a reply