د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وايي، زه باور لرم چې پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق (آي اېم اېف) سره معاهده شوې ده، هېڅوک مو د پرمختګ مخه نه شي نيولی.

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر هاؤس کښې د خبري غونډې په مهال اسحاق ډار وويل په تېرو لسو ورځو کښې مونږ آئي ايم ايف ته قناعت ورکړو، مونږ غوښتل چې د آئي ايم ايف پروګرام له نهو مياشتو نه زيات شي، وزيراعظم به په قوم باندې 215 اربه روپۍ لګوي۔ مالیې ته زړه نازړه وو.
اسحاق ډار وويل چې وزيراعظم د آئي ايم ايف سره په معاهده کې ډيره علاقه لرله، د آئي ايم ايف پروگرام لاسليک شوى دى.
هغه وويل پاکستان ته سخت اقتصادي زيان رسيدلى، ځينو خلکو په هيواد کې دننه او بهر مايوسي خپره کړې ده، دالله شکر دى چې مونږ هر رقم په خپل وخت ورکړو.
سېنېټر اسحاق ډار وويل زما باور دى چې پاکستان د سري لنکا د جوړيدو ملک نه دى، پاکستان داسې ملک نه دى چې سري لنکا شي، که چرې ائي ايم ايف نه واى نو مونږ به بل منصوبه لرله، چې کومه تباهي شوې ده. روغ به شو، ژړا به څه ونه کړي، انشاالله خپلې ټولې ژمنې به پوره کوو.






