وزيراعظم شهباز شريف د اتحادي پارټو مشرانو سره ټيلي فوني رابطه کړې ده۔

0
244

باغی ټي وي رپورټ

وزيراعظم شهباز شريف مولانا فضل الرحمان او بلاول بهټو زرداري ته ټيلي فون کړي دي۔

وزيراعظم خالد حسين مگسي، خالد مقبول صديقي او امل ولي خان ته هم ټيليفون کړي، شهباز شريف په واکمن ائتلاف کې د شاملو ګوندونو مشرانو ته د اختر مبارکي ورکړې او د هغوي د حال پوښتنه يې کړې ده.

وزيراعظم د اتحادي ګوندونو مشرانو سره د هېواد په سياسي او اقتصادي صورتحال هم خبرې اترې وكړې او د آئي اېم اېف ايم ډي سره د خبرو اترو په اړه يې د اتحادي ګوندونو مشرانو ته هم معلومات وركړل۔

Leave a reply