د بلوچستان جېلونو آی جی وايي، برید پر جېل نه، بلکې په چمن کې پر جوډيشل لاک اپ شوی دی.

باغی ټي وي رپورټ
جیو نیوز سره په خبرو کې د بلوچستان آی جی جيل شجاع الدین کاسي وویل برید په جېل نه بلکې په چمن کې پر جوډيشل لاک اپ شوی دی چې پکې ۱۷ بندیان تښتېدلي دي.
شجاع الدين کاسي وويل، قضايي تالاشۍ د امنيه قوماندانۍ تر څارنې لاندې ده او د قضايي تالاشۍ د امنيت مسووليت د اړوندې حوزې د پوليسو پر غاړه دى.
آئي جي جيل اوويل چې په صوبه کښې د جيلونو شميره 11 ده چې پکښې درې زره بنديان دي۔
د بلوچستان د اعلی وزیر نوټس
بل خوا د بلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو په چمن جيل د بريد او د ۱۷ خطرناکو بنديانو د تېښتې نوټس اخيستی دی.
د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو د چمن جيل نه د ١٧ خطرناکو بنديانو د تېښتې د پېښې په اړه د لوړې کچې پلټنو امر کړى او د کورنو ايډيشنل چيف سيکرټري نه يې د پېښې رپورټ غوښتى دى.
وزيراعلي دقانون نافذونکو ادارو ته هدايات کړي دي چې دتښتيدلو بنديانو دنيولو لپاره په ګډه کارروائي وکړي.






