د مالیې په وزارت کې سرچینې وايي، که نهه کلنه بیا کتنه بشپړه نه شي، د پیسو له نړیوال وجهي صندوق (IMF) سره به د لنډ مهاله سټنډرډ تړون لاسلیک شي

0
202

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو له مخې پاکستان دخپلې کوټې څخه دوه نيم اربه ډالره اخستلى شي، پاکستان ته د ائي ايم ايف د قرضې پروگرام ختميدو ته يواځې دوه ورځې پاتې دي، که چرې غونډه ترسره نۀ شي نو دغه پروگرام دې شپږ مياشتې وغځول شي.

د سټنډرډ تړون حجم باید 3.5 ملیارد ډالرو ته لوړ شي.

سرچینې وايي، تمه ده چې پاکستان په راتلونکو څو ورځو کې له متحده عربي اماراتو (UAE) څخه یو میلیارد ډالر او د جولای په میاشت کې له سعودي عربستان څخه دوه ملیارده ډالر نور ترلاسه کړي.

بل لوري ته په پاکستان کې د IMF مشن مشر ناتن پورټر وئيلي دي چې پاکستان سره يوې هوکړې ته رسيدو لپاره خبرې اترې روانې دي، پاکستان د قرضې پروگرام بحالۍ لپاره په بجټ کې پرېکنده گامونه اخستي دي.

تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي وو چي د آئي ايم ايف سره په يو دوه ورځو کښي د معاهدې په اړه د فيصلې امکان شته۔

شهبازشريف ايم ډي ايم ايف سره په ټيليفوني خبرو کې د ګډو هلو ځلو له لارې د اقتصادي وضعې د ښه کولو هدفونو د ترلاسه کولو عزم تکرار کړو.

Leave a reply