د پاکستان تحریک انصاف کراچۍ صدر اکرم چیمه هم د ګوند نه د وتلو اعلان کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې دخبرو په مهال اکرم چيمه دتحريک انصاف نه داستعفي اعلان کړى دى.
هغه وويل دامنيت ذمه واري دعسکرو دژغورنې هڅه ده، دا هغه قوتونه دي چې کراچۍ اؤ هيواد کې يې امن راوستى دى.
اکرم چیمه اوویل چی ټول قوم دا غوښتنه کوی چی د نهم مئی مجرمانو ته دی سخته سزا ورکړی شی، دوی به د کراچی او ملک خدمت لپاره سیاست ته دوام ورکوی. د پي ټي ائي پخواني مشر ويلي دي چې له ماشومتوبه يې اوريدلي دي چې هېواد له يوه نازک پړاو څخه تيريږي، اوس به دا هېواد له نازک پړاوه پورته کړو.
ياده دې وي چې اکرم چيمه روانه مياشت د ډي ايس پي پوليس موبائل سوځولو په تور د تفتيش پوليسو نيولې وه
د چارواکو په وینا د اکرم چیمه خلاف د ترهگرۍ د قانون لاندې مقدمه درج شوې وه خو وروسته هغه په ضمانت خوشې شو.






