د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت په جناح هاوس برید کې د پنجاب د پخواني ګورنر عمر سرفراز چیمه مېرمن په جوډيشل ریمانډ جېل ته لېږلې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د پخواني ګورنر عمر سرفراز چیمه د مېرمنې رابعه سلطان د شناخت پریډ بشپړ شو، د پولیس وینا ده چې د شناخت پریډ کښې د ملزم شناخت هم شوې دې.
د پوليس وينا ده چي د ملزمه رابعه سلطان موجودګي جناح هاؤس کښي موندلي شوي ده، د ملزم فوټوګرامي ټيسټ پکار دي، عدالت دي د ملزمه رابعه سلطان جسماني ريمانډ ورکړي۔
خو محکمې د پوليسو دغه غوښتنه رد کړه او تورن يې په جوډيشل ريمانډ زندان ته ولېږه.
رابعه سلطان وویل چې زه له کوم ګوند سره تړاو نه لرم، زه د کور ښځه یم، د خپل خاوند دوسیې تعقیبوم، سزا ورکول کیږي.
ياده دي وي چي د عمر سرفراز چيمه ميرمن د جون په 22مه نيټه د ترهه ګرئ ضد عدالت نه بهر نيولي شوي وه او د خپل خاوند سره ملاقات لپاره عدالت ته رسيدلي وه۔
ياده دې وي چې د پنجاب پخوانې ګورنر عمر سرفراز چيمه هم د نهم مئ د فساد په مقدمه کښې نظر بند دے او د هغه خلاف مقدمه عدالت کښې روانه ده۔






