د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د چارو واک اليکشن کمشنر ته سپارلو نوټيفيکيشن اسلام آباد هائي کورټ کښې چيلنج کړے شوے دے
باغي ټي وي رپورټ
ولسي وګړي عرفان منظور د جون په ۲۰مه د بین الصوبايي رابطې څانګې لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن چيلنج کړی دی.
په درخواست کې غوښتنه شوې چې د پي سي بي د معاملو اليکشن کمشنر ته سپارلو نوټيفيکيشن دې غيرقانوني اعلان کړل شي.
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د درخواست اوريدو فيصله محفوظ کړې ده۔
ياده دي وي چي د بين الصوبائي رابطو لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن کښي د پي سي بي انتظامئي کميټي د دورې ختميدو نه پس کار کولو نه منع کړے شوے وو او د پاکستان کرکټ بورډ امور اليکشن کمشنر ته سپارل شوي وو۔