پاکستان هیله من دی چې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سره د عملې په کچه تړون وشي، د اقتصادي او مالي پالیسۍ یادداشت (MEFP) به نن IMF ته ورکړل شي.

باغی ټي وي رپورټ
د کارمندانو په کچه موافقه او د بورډ غونډه به د MEFP له تصویب وروسته ډیر ژر ترسره شي.
سرچينې زياته کړې چې پاکستان له IMF څخه د شپږ مليارده ډالرو په بهرنۍ مالي مرسته کې د نرمۍ غوښتنه کړې ده. دسرچينو له مخې ائي ايم ايف به سبا د MEFP په اړه خپل ردعمل ورکوي.
سرچينې وائي دوزيراعظم شهباز شريف اؤ ايم ډي ايم ايف ترمينځ ليدنه کې ددغه پروگرام په بحالولو اتفاق شوى دى.
دسرچينو له مخې د85 اربه روپو لګښتونو کمولو لپاره تګلاره تياره کړل شوې ده، حکومت د آئي ايم ايف شرط په منلو سره په پنشن کې اصلاحات راوستي دي، د ايم اي ايف پي له مخې د آمدن له اعلان پرته تر يو لکو ډالرو پورې تحصيلات روان دي دا وړانديز واپس اخستې شوې، په تنخواګانو باندې د انکم ټېکس شرحه زياته کړې شوې او په وارداتو بنديز لرې کړے شو او د پټروليم ليوي به د 50 روپو نه 60 روپۍ في ليټر ته پورته کړې شي۔






