اولس د ریاست په ضد راپاڅول،د پخواني وفاقي وزیر نور الحق قادري د نیولو مراسله هم جاري شوې ده

0
108

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر څخه د پی ټي آیی په ټکټ کامیاب پخوانی وفاقي وزیر نورالحق قادري به د ایم پی او قانون لاندې و نیول شوی، د 30 ورځو لپاره به د پیښور سنټرل جیل ته منتقل کړی شي،دا بیان د ضلع خیبرد دفتر او ډپټي کمشنر په یوه خپره شوې مراسله کښې لیکل شوې او خپور شوې دې.
د ډي سي خيبر لخوا جاري شوې مراسله کښي وئيلي شوي دي چي پخواني وفاقي وزير علامه نورالحق قادري دي ونيولي شي او ديرش ورځو لپاره دي د خیبر پښتونخوا مرکزي زندان ته واچول شي.

دا هغه مراسله ده چې د ضلع خیبر ډپټي کمشنر دفتر څخه جاري شوې ده .

په دې اړه په مراسله کښې د تحصیل لنډی کوتل پولیس سټیشن م ذمه وار پولیس افسر څخه هم غوښتنه شوې ده چې د حکومتي مراسلې او قانون ترلاندې دې قانوني کارویی وکړي او نورالحق قادري د ونیسي.
…………………………………..

Leave a reply