افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کې د ځغاستې په دوو سیالیو کې اتلولۍ وګټلې
افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کې د ځغاستې په دوو سیالیو کې اتلولۍ وګټلې
نوري وایي د میټرو ګیم دغه سیالۍ اسانه نه وې، خو د سختو تمریناتو او د هېوادوالو د مینې او ملاتړ په برکت یې دغه سیالۍ ګټلي دي.یادې سیالۍ د څلور سووه او پنځلس سوو مترو په واټن کې وې.
ولي محمد نوري تر دې دمه پنځلس د ځغاستې او درې د لامبو وهنې سیالۍ کړي، چې پکې یې د سرو زرو مډالونو ترڅنګ ټرافیانې هم ترلاسه کړي دي.
(2023 / 6 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دغو سیالیو کې له بیلابیلو هېوادونو اویا نابینا او نیمه بینا لوبغاړو ګډون کړی و، چې افغان لوبغاړي ولي محمد نوري پکې اتلولۍ خپلې کړې او دوه د سرو زرو مډالونه یې وګټل. نوري وایي د میټرو ګیم دغه سیالۍ اسانه نه وې، خو د سختو تمریناتو او د هېوادوالو د مینې او ملاتړ په برکت یې دغه سیالۍ ګټلي دي.
اړوند موضوعات:
یادې سیالۍ د څلور سووه او پنځلس سوو مترو په واټن کې وې.
ولي محمد نوري تر دې دمه پنځلس د ځغاستې او درې د لامبو وهنې سیالۍ کړي، چې پکې یې د سرو زرو مډالونو ترڅنګ ټرافیانې هم ترلاسه کړي دي.