د پنجاب حکومت د مې د نهمې پېښې وروسته د نیول شوو کسانو په اړه سترې محکمې ته د ډیټا راپور وړاندې کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پنجاب حکومت د مې د نهمې پېښې وروسته د نیول شوو کسانو په اړه سترې محکمې ته د ډیټا راپور وړاندې کړی دی.
په سپريم کورټ کې په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمو اورېدنې په ضد د درخواستونو اورېدنې په مهال د پنجاب حکومت د مې د نهمې نېټې په پېښو کې د ککړو تورنو کسانو مالومات جمع کړي دي.
د پنجاب حکومت لخوا وړاندې شوي رپورټ کې د پوځ په توقیف کې د تورنو کسانو ډیټا شامله نه ده، په دغه رپورټ کې د کم عمره ماشومانو، خبریالانو او وکیلانو ډیټا شامله نه ده.
د راپور له مخې، د مې د نهمې په پېښو کې ۸۱ ښځې بنديانې وې، چې ۴۲ يې په ضمانت خوشې شوې، په داسې حال کې چې د مې د نهمې په پېښو کې ښکېلې ۳۹ ښځې دا مهال په جوډيشل ريمانډ زندانونو کې دي.
رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې د ايم پي او لاندې د 2285 ګرفتارۍ وارنټ جاري شوي او دا مهال 21 کسان د ايم پي او لاندې جيلونو کښې دي۔د راپور له مخې د ورانکارۍ په پېښو کې ۳۰۵۰ کسان ښکېل موندل شوي، ۵۱ د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمې درج شوي او ۱۸۸۸ کسان د اې ټي سي قانون لاندې نیول شوي چې له دې ډلې ۱۰۸ تورن په جسماني ريمانډ او ۱۲۴۷ په جوډيشل ريمانډ دي. په داسې حال کې چې د ترهگرۍ ضد قانون له مخې د ٣٣ کسانو هويت پريښودل شوى دى.
راپور زیاتوي چې ۲۳۲ کسان د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په ضمانت خوشي شوي او ۵۰۰ کسان بې ګناه اعلان شوي دي.رپورټ ترمخه د مئ د نهمې نيټې په پيښو کښې د ککړو ملزمانو په ضد د نورو قوانينو لاندې 247 مقدمې درج شوې چې پکښې 4119 کسان نيول شوي چې 86 په جسماني ريمانډ او 2464 په جوډيشل ريمانډ کښې دي او په نورو کښې د 368 کسانو پيژندګلو شوې ده۔ په بېلابېلو قضيو کې تر اوسه ۳۰۱۲ کسان په ضمانت خوشي شوي او ۱۲۰۱ کسان بري شوي دي.