د پاکستان دولتي بانک د لوی اختر په مناسبت رخصتي اعلان کړې ده.
باغی ټی وی رپورټ
د سټيټ بينک لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې سټيټ بينک آف پاکستان به د جون په 29مه او 30مه نيټه د لوي اختر په موقع تړلې وي۔
تر اختر مخکې به د بانکونو وروستۍ ورځ د چهار شنبې په ورځ وي، لکه څنګه چې د شنبې او یکشنبې په ورځو بانکونه تړل کیږي، نو د لوی اختر په څلورو ورځو (پنجشنبه، جمعه، شنبه او یکشنبه) به بانکونه تړلي وي.