د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.

0
86

باغی ټی وی رپورټ

د وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمينځه ليدنه د نوي نړيوال مالياتي معاهدې د سرمشريزې په څنډه کې شوې چې پکې د دوه اړخيزه علاقو په اړه خبرې اترې شوي دي.

په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او شهزاده محمد بن سلمان هم د پاكستان حكومت او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

په دې ليدنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخيزه همکاريو د ودې لپاره د همکارۍ په لا زياتولو اتفاق کړى دى.

د MDIMF سره د وزيراعظم ملاقات

تر دې وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف او د آئي اېم اېف مشر ترمېنځه په فرانس كښې د مالي كنفرنس په مهال ليدنه شوې وه چې پكښې د پاكستان لپاره د آئي اېم اېف په روان پروګرام خبرې اترې شوې وې او د پاكستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د مرستې په اړه هم خبرې شوې وې۔

Leave a reply