د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د مې د نهمې نېټې د ترهه ګرۍ طراح ګرځولې دې۔

0
145

باغی ټی وی رپورټ

جيو نيوز سره په خبرو کې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ويلي دي چې د پي ټي ائي چيئرمېن عمران خان د نهې مې د سانحې ماسټر مائنډ دے، نهه مۍ د پاکستان په تاريخ کې توره ورځ ده، مونږ شفافه مقدمه غواړو.

ده ووئيل چې په 9م مئي چې كوم څه رامخې ته شول د پي ټي آئي چيئرمېن منصوبه كړې وه او هغه پخپله زمان پارک كښې ناست وو او دا منصوبه يې عملي كړې۔

مريم اورنګزېب وويل په نهمه مئ د شهيدانو په يادونو کې بې حرمتي شوې او دهغوي دکورنيو احساساتو ته زيان رسيدلى، په پوځي تاسيساتو دحملې مقدمه په پوځي عدالتونو کې روانه ده، دنهم مئ په پيښو کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي. تر څو په راتلونکي کې داسې پېښه رامنځته نشي

ده زياته کړه چې د پي ټي ائي چيئرمېن وروسته دا خبره د بشري حقونو د پروپيګنډې په توګه وړاندې کړه خو نړيوالو ميډيا د پي ټي آئي د بشري حقونو پروپېګنډه رد کړه.

ياده دې وي چې د مې په نهمه نېټه د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د نيول کېدو وروستو د تحريک انصاف کارکنانو په ټول ملک کښې د تاو تريخوالي او ورانۍ کاروائي کړې وه چې پکښې په سلګونو کسان نيول شوي دي۔

Leave a reply