وزيراعظم شهباز شريف د انساني قاچاقبرانو د فعاليتونو په وخت نه بندولو سخته غصه څرګنده کړې ده۔

باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د يوان کشتۍ پېښې په اړه يوه غونډه شوې چې پکښې وفاقي وزيرانو رانا ثناءالله، مريم اورنګزېب او خاص مرستيال طارق فاطمي، ډي جي ايف آئي اے، د آزاد جمو او کشمير چيف سيکرټري او نورو متعلقه چارواکو ګډون اوکړو۔ د مدیترانې په سمندر کې د کښتۍ د ډوبیدو د پیښې په اړه معلومات ورکړل شول.
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د پېښې ذمه وارانو ته د ژر تر ژره د عدالت منګولو ته د راوستلو هدايات وكړو او د غصې څرګندونه يې وكړه او پوښتنه يې وكړه چې د انساني قاچاقبرانو كاروائي ولې په وخت نه بنده كړې شوې۔ ولې د هغو ضلعو انتظاميې چې متاثره شوي خلق تعلق لري په وخت د عاملانو د اقداماتو نوټس نه اخلي؟
وزيراعظم د پلټنو کميټې ته هدايات ورکړ چې د پيښې پلټنه دې زر تر زره مکمله کړي او رپورټ دې وړاندې کړي او وئيلي دي چې داخله وزير دې د پلټنو د څارنې او ذمه وار کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د ضروري قانون جوړولو لپاره تجويزونه وړاندې کړي۔
د ورک شوي کسانو د ژوندي پاتې کیدو هیلې له منځه تللې
د یونان د کښتۍ له حادثې اوه ورځې وروسته، د ورک شویو کسانو هیلې له منځه تللې دي.
د یونان د کشتۍ حادثه کې تراوسه د ټول هیواد څخه د 130 لادرکه کسانو تصدیق شوی دی، په داسې حال کې چې 92 اغیزمنو کورنیو د ایف آی اې سره تماس نیولی دی.
DNA د ورک شوي کسانو له کورنیو څخه اخیستل شوی
د یونان د کشتۍ د حادثې په قضیه کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) د ورک شوي ځوانانو له کورنیو څخه د ډي این ای نمونې ترلاسه کړي دي.
دسرچينو ترمخه ايف آئي اے د متاثره خاندانونو ډي اين اي خارجه وزارت ته ورکړي دي، د٩٨ ځوانانو دکورنو ډي اين اي نمونې خارجه وزارت ته ورکړي شوي دي.
د کښتۍ حادثه
د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۴مه د یونان په ساحلي سیمه کې یوه کښتۍ ډوبه شوه.
په لومړي سر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷۸ کسان وژل شوي وو، خو د دوو نورو جسدونو په موندلو سره د مړو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد او ۱۰۴ تنه ژغورل شوي، چې ۱۲ تنه یې د پاکستان دي.
په کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ تنه پاکستاني، مصري، سوريايي او نورو هیوادونو مهاجر سپاره وو.






