د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې دريو ملکونو په پاکستان کښې د سرمايه کارۍ لپاره له 20 نه تر 25 اربه ډالره مختص کړي دي په حقيقت کښې اوس دا پلان اے او آئي ايم ايف پلان بي دے.

0
207

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده کښې د حکومتي پلان د بيانولو په وخت هغه وويل چې کوم پلان بي ويل کيده نن د خلکو مخې ته راغلي دي.

هغه وويل، چې د دې کړنلارې تر شا د دوستو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او چين له خوا ډاډ ورکړل شوى، له دغو هېوادونو څخه پرېکړه شوې، چې په کومو برخو کې پانګونه وکړي.

مصدق ملک وويل د سرمايه کارانو د اسانتيا لپاره په درې کچو کميټۍ جوړې شوي دي چې د يوې کميټۍ مشري به پخپله وزيراعظم کوي چې پکې به د کابينې غړي او د پوځ مشر هم شامل وي.

مصدق ملک زياته کړه چې په غونډه کې د راتلونکو پنځو نه تر اوو کلونو پورې د ١١٢ اربه ډالرو سرمايه کارۍ منصوبه وړاندې شوې ده.

Leave a reply