د انساني قاچاق په تور نيول شوي طلحه شاهزيب د څلور ورځو جسماني ريمانډ منظور کړې شو۔

0
90

باغی ټی وی رپورټ

د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) په غیر قانوني توګه بهر ته د اتباعو د لېږلو په تور نیول شوی مشکوک کس حاضر کړی.

ايف آئي اے وئيلي دي چي ملزمان په غيرقانوني توګه بهر ملکونو ته ليږلي دي، د ملزمانو نه ئي د ښاريانو نه 35 لاکه روپئ وصول کړي دي او د ملزمانو نيولو اراده هم ده۔

ايف آئي اے عدالت ته د ملزمانو د اوو ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کړې وه ولي عدالت د څلور ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے دے۔

ياده دي وي چي ايف آئي اے اينټي ټريفکنګ سرکل لاهور يوه ورځ وړاندي طلحه شاهزيب ته د يوان کشتۍ حادثه کښي کاروائي کولو په وخت نيولي وو۔

د ايف آئي اے ترمخه نيولي شوي اجنټ د خپل زوي زاهد د ليږلو لپاره د متاثره خاندان نه 35 لاکه روپۍ ترلاسه کړي وو او ليبيا کښي ئي خپل ماما ته استولي وو۔

بل اړخ ته ایف آئي اے د طلحه پلار عابد حسین هم نیولی دی.

د ايف آئي اے ترمخه ملزم عابد حسېن د خپل زوي د نيولو نه پس پټ شو۔

د يادونې وړ ده، چې په يونان کې د کښتۍ له پېښې وروسته په ټول هېواد کې د انسانانو په قاچاق کې د ښکېلو کسانو پر ضد عمليات روان دي او تر اوسه يې يو شمېر کسان نيولي دي.

FIA وايي، یونان به ډېر ژر د کښتۍ د پېښې په تړاو ټول شکمن کسان ونیسي.

Leave a reply