د پاکستان سفارت: د تورخم دروازه مو دافغان محصلینو پر مخ پرانیستې ده 

0
41

حد پاکستان سفارت: د تورخم دروازه مو دافغان محصلینو پر مخ پرانیستې ده 

سفارت د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه افغان محصلینو چې د طالبان  پر راتګ افغانستان کې بند پاتې ؤ دوه لیستونه ئې د تورخم دروازې ته ورکړي چې وکړی شي پاکستان ته د زده کړو د وام لپاره راشي.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې د تورخم دروازه یې 1،000 افغان محصلینو ته پرانیستې ده.

سفارت د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه افغان محصلینو چې د طالبان  پر راتګ افغانستان کې بند پاتې ؤ دوه لیستونه ئې د تورخم دروازې ته ورکړي چې وکړی شي پاکستان ته د زده کړو د وام لپاره راشي.

اړوند موضوعات: 

تورخم پوله دې درې ورځو کښې پرانستل شي: غوښتنه

 

پاکستان د اګست په پنځلسمه د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې  د تورخم-سپین بولدک-چمن لاره د مسافرو پر مخ تړلې ده.

د دواړو هیوادونو ترمینځ د لارو بندیدو له امله ، افغان سوداګرو هم شکایت کړی چې پاکستاني چارواکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوی د مالونو لېږد رالېږد بند کړی دی.

دوی وايي چې پۀ سلګونه لۀ تازه مېوو بار موټر د تورخم او سپین بولدک دروازه کې انتظار باسي چې پاکستان ته داخل شي؛ خو اجازه نه ورکول کېږي.

افغان سوداګر وايي که د سپین بولدک-چمن لاره افغان سوداګریزو لاریو ته خلاصه نه شي نو نه یوازې تازه میوه به له لاسه ورکړي بلکې سوداګر به میلیونونه ډالر تاوان وکړي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ پاکستاني چارواکو وویل چې د تورخم او سپین بولدک لاره دوی نده بنده کړې، بلکې هر وخت چې یادې دروازې تړل شوې د افغان دولت لۀ خوا شوې دي.

 

Leave a reply