دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د شکايتونو درج کيدو يا دبلاول بهټو وينا څخه دمخه اختلافات هوار کړل شوي وؤ اؤ وزيراعظم دپيپلز پارټۍ اعتراضونه منلي اؤ چې ممکنه وه هغه يې منلي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل د انساني قاچاق په اړه پلټنې روانې دي، دغو قاچاق وړونکو ته به د سختو قوانينو له مخې سزا ورکړل شي او د دغو انساني قاچاقبرانو په اړه به نړيواله همکاري هم غوښتل کېږي.
ده وويل چې د انساني قاچاق د پلټنو لپاره يوه کميټي هم جوړه شوې ده چې په يوه اوونۍ کې به خپل کار بشپړ کړي او رپورټ به وړاندې کوي، دغو تورنو کسانو له هر کس له ٢٠ تر ٢٥ لکو روپۍ ترلاسه کړې دي.
دکورنيو چارو وزير وويل دبشري حقونو تنظيمونه په وړو څيزونو خطونه ليکي، هغوي يې نۀ ويني، دکشتۍ په پيښه کې ژوندي پاتې شوي کسان هر څه کوي، حکومت بايد د يونان له حکومت سره د ساحلي ساتونکو د چلند په اړه خبرې وکړي.
د بلاول بهټو په اړه رانا ثناء الله وويل چې د شکايتونو ترمخه اختلافونه هوار شوي يا د بلاول بهټو وينا وه، خبرې يې مناسبې وې، هغه د سياست خبره کوي، دا د اندېښنې خبره نه ده، د ائتلافي حکومت پاتې موده به هم تېر شي. په ورته تفاهم سره.
د بجټ په اړه د بلاول خبرداری!
د جون په ۱۷ مه په سوات کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري صدراعظم ته خبرداری ورکړ چې که د سېلاب ځپلو د بیارغونې لپاره پیسې ور نه کړل شي، پیپلز ګوند به د بودیجې د تصویب اجازه ورنکړي.
بلاول بهټو زرداري د سوات په خوازه خیله کې یوې جلسې ته په خپله وینا کې د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان او د حکومت په اقتصادي ټیم نیوکې وکړې.
ده وزيراعظم او د هغه اقتصادي ټيم په دوه ګوني معيارونو تورن کړ او ويې ويل چې وزيراعظم وايي په بجټ کې بل څه راغلي، هېواد يې نه شي زغملى، خنډونه دي.
د سیلاب ځپلو لپاره بودیجه تصویب شوه
د بلاول له خبرداري وروسته وزيراعظم د سندهـ سېلاب ځپلو لپاره د ۲۵ اربه روپو منظوري ورکړه.
دسرچينو ترمخه دغه پيسې به په سندهـ کې دسيلاب ځپلو په امداد لګول کيږي، وزيراعظم دجمعې په ورځ دپيپلز پارټۍ پلاوي سره په ليدنه کې دفنډونو برابرولو باور ورکړى ؤ.






