وزير اعظم شهباز شريف د سندهـ سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۵ اربه روپو منظوري ورکړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه دغه پيسې به په سندهـ کې دسيلاب ځپلو په امداد لګول کيږي، وزيراعظم دزيارت په ورځ دپيپلز پارټۍ پلاوي سره په ليدنه کې دفنډونو برابرولو باور کړى ؤ.
ياده دې وي چې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري تيره ورځ په سوات کښې يوې جلسې ته د وينا په مهال وزيراعظم په بجټ کښې د خپلو وعدو نه پوره کولو تور لګولې وو او خبردارئ ئي ورکړے وو چې که پيسې ترلاسه نه شوې نو د پيپلز پارټي بجټ به منظور نه کړي۔ د سېلاب ځپلو د بيا رغاونې لپاره به ورکوي
ده خپل خطاب كښې په وزيراعظم او دهغې اقتصادي ټيم د دوه ګوني معيارونو تور هم وكړو او ويې ويل چې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې په بجټ كښې بل څه راغلي دي٬ هېواد په دې وخت كښې دا برداشت نه شي كولې٬ وزيراعظم دې د هغه ټيم سره مل شي۔ د هغو کسانو حساب به خامخا اخلي چې د ژمنو په پوره کولو کې خنډ دي.
ده ووئيل مونږ د وزيراعظم په نيت شك نه لرو، هغه پخپله د سېلاب تباهۍ ليدلې، هغه دې د سېلاب ځپلو سره كړې وعدې پوره كړې، مونږ د اولس خيال لرو په داسې حال كښې چې نور ګوندونه د خاصو خلقو خيال ساتي۔
پرون په نارووال کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د بلاول بهټو د خبرداري په ځواب کې د مسلم لیګ (ن) مشر او د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال وویل چې د بجټ په چمتو کولو کې باید ټول متحدین شامل کړل شي، حکومت هڅه کوي چې هره پریکړه په اتفاق سره وکړي.
د بجټ پر سر اختلاف، وزیراعظم نن یوه مهمه غونډه راوبلله
په دې لړ كښې نن د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه هم رابللې شوې۔
دسرچينو ترمخه په دغه غونډه کې به دپيپلز پارټۍ چيئرمېن اؤ دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري اؤ ددواړو گوندونو دمالي چارو سره تړلي وزيران اؤ ماهران برخه اخلي چې پکې به دبجټ په معاملو غور کيږي.






