په غیرقانوني توګه اروپا ته د پاکستاني ځوانانو په لیږلو او انساني قاچاق کې د ککړو ډلو خلاف کریک ڈاؤن پیل شوی دی.

0
156

باغی ټی وی رپورټ

په يو بيان كښې د ميرپور آزاد كشمير پوليس ډپټي انسپکټر جنرل ډاكټر خالد محمود چوهان وئيلي دي چې د يونان كشتۍ حادثې نه پس په انساني قاچاق كښې د ککړو كسانو په ضد لويې اپرېشن پېل كړے شوے دے۔

د ډاکټر خالد په وينا، په مقدمه کې د قتل او درغلۍ دوسيې شاملې شوې او د نورو تورنو کسانو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.

د پولیس وینا ده چې د نیول شوي ایجنټ زوی هم د کشتۍ په پیښه کې مړ شوی دی.

بل خوا د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) هغه ایجنټ نیولی چې په غیر قانوني توګه یې پاکستاني ځوانان د کراچۍ له هوايي ډګر څخه اروپا ته لېږدول.

د ايف آئي اے ترمخه ملزم ساجد محمود آذربائيجان ته د تېښتې کوشش کولو، ملزم څو کسان ليبيا ته ليږلي وو چې په اړه ئې پلټنې روانې دي۔

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د یونان په اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په غمجنه پېښه کې ۷۸ کسان وژل شوي وو.

په الوتکه کې د 400 څخه تر 750 پورې کسان سپاره وو: ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ډوبه شوې کښتۍ کې له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کسان سپاره وو، چې ۱۰۴ تنه یې ژغورل شوي او د ۷۸ تنو جسدونه موندل شوي او پاتې نور لادرکه دي.

پېښه کې لادرکه شوي ۵۰ کسان د آزاد جمو او کشمیر د بېلا بېلو سیمو سره دي. ډوبه شوې بېړۍ کې ۲۸ کسان د همدې کلي اوسېدونکي وو، چې له ډلې یې ۱۴ کسان د یوې کورنۍ دي.

د دې تر څنګ د پنجاب ايالت د ګوجرانواله ښار له بېلابېلو سيمو سره د ١٤ لادرکه شويو کسانو په ډله کې د څلورو ملګرو په ګډون چې د بهکرانوالي اوسېدونکي دي، د لادرکه شويو ځوانانو کورنۍ په غم کې دي.

Leave a reply