د سندهـ د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پلټنو څانګې کارکوونکو د عملياتو په ترڅ کې د يو بانک د نقدي وين په لوټلو کې ککړ شکمن نيولی دی.

0
197

باغی ټی وی رپورټ

د ملزم ایاز علي نیول د بهادر آباد د ډهراجي کالونۍ سیمې نه شوي دي، د پولیس وینا ده چې ملزم په یو شخصي کیش وین کمپنۍ کې د امنیت انچارج وو.

د سي ټي ډي انچارج چوهدري صفدر له مخې ملزم د پلټنو په مهال نور انکشافات هم کړي دي۔

ملزم په کال ۲۰۲۱م کې په جوډيا بازار کې بينک ته پيسې ورکوونکې وين لوټ کړی وو.د چوهدري صفدر په وينا ملزم ۵۰ لاکه روپۍ لوټ کړې وې او راولپنډۍ ته تښتيدلې وې او د پيښې نه وروستو د خپلو خپلوانو په کور کې پټ شوی وو.

په کھارادر پوليس سټيشن کښي درج شوي ايف آئي آر کښي ملزم مفرور دے او يو اشتهار هم دے، د پوليس وينا ده چي ملزم په دي ورستيو کښي کراچي ته واپس راغلي وو او د فني بنيادونو په بنياد نيولي شوي وو۔

نیول شوی تورن د نورو قانوني کړنو په موخه پولیسو ته سپارل شوی دی.

Leave a reply