د اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي مشر شهريار آفريدي په دوه ورځني جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے دے۔

0
211

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد هائي کورټ شهريار آفريدي ته د اړونده مجسټرېټ په وړاندې د وړاندې کولو امر کړی وو او د نه حاضريدو په وجه هائي کورټ د جون تر 19مې نيټې پورې د توهين عدالت د کارروائۍ امر کړی وو.

د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د شهريار آفريدي خلاف د مئ په نهمه نيټه د پوليس سټيشن آئي نائن کښې درج شوي مقدمې سماعت شوے دے په کوم کښې چې تفتيشي افسر عدالت ته اوويل چې د شهريار آفريدي د تصوير او آواز ميچنګ کول پکار دي د کوم لپاره چې جسماني ريمانډ ورکړے شي۔ د 5 ورځو لپاره تصویب شو

د شهريار اپريدي وکيل د جسماني ريمانډ مخالفت وکړو او ويې ويل چې که ويډيوګانې د سوشل ميډيا څخه ترلاسه شوي وي نو د فوټوګرامي ټیسټ ضرورت نشته.

د اورېدنې په مهال د شهريار آفريدي د کورنۍ سره د ملاقات غوښتنه شوې وه کومه چې عدالت منظور کړې وه او شهريار آفريدي ته ئي د عدالت په کمره کښې د کورنۍ سره د ملاقات اجازه ورکړې وه۔

عدالت د اړخونو دلائل اوريدو نه پس د پوليس په جسماني ريمانډ باندي خپله فيصله محفوظ کړه۔

د ځايي عدالت جوډيشل مجسټرېټ نويد خان څه موده وروسته محفوظه فيصله وکړه او د پوليسو غوښتنه يې ومنله او شهريار افريدي يې د دوه ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپارلو.

په محکمه کې د شهریار افریدي خبرې

د اسلام اباد په عدالت کې د پيشي په موقع ميډيا سره د مرکې په مهال خبريال پوښتنه وکړه چې تاسو رانا ثناءالله په جيل کې اچولى ؤ، اوس دا ټول کوي؟

د اسلام اباد په عدالت کې د پيشي په موقع ميډيا سره د مرکې په مهال خبريال پوښتنه وکړه چې تاسو رانا ثناءالله په جيل کې اچولى ؤ، اوس دا ټول کوي؟

Leave a reply