د خېبرپښتونخوا نگران حکومت د حکومتي ګاډو د منېټائز کولو پرېکړه کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا فنانس ډپارټمنټ د کار مانیټائزیشن پالیسي لاندې نگران صوبائي حکومت ته وړاندیزونه استولي دي.
دسرچينو ترمخه د مانيټائزيشن پاليسۍ لاندې به حکومتي افسر ددوؤ نه تر دريو قسطونو کې خپل گاډي په اختيار کې اخستلى شي.
د پالیسۍ له مخې، یو افسر ته به اجازه ورکړل شي چې یو واحد موټر واخلي، حکومتي چارواکو ته به اجازه ورکړل شي چې په پیرودل شوي موټرو کې منظم شنه نمبر پلیټونه ولګوي.
د سرکاري ذرائعو ترمخه ریسکیو 1122، د پولیس موبائل او د ښاروالۍ ګاډي به د منیټائزیشن پالیسي کښې شامل نه وي، فیصله شوې ده چې خپل رسمي حیثیت برقرار وساتي.
د منټائزیشن ترمخه به په صوبه کښې څلویښت زره نه زیات سرکاری ګاډی په سرکاری اهلکارو خرڅیږی چی په دی سره به صوبی ته د لس اربه روپو عایدات میلاویږی.





