د تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي وئيلي دي چې زه په هيڅ قسمه ورانکارۍ کښې ملوث نه يم او نه هم د دې حقدار يم خو په کوم ځائ کښې ولاړ يم.

0
85

باغی ټی وی رپورټ

د ملتان سيشن کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې په ملتان کښې زما په ضد 5 جعلي مقدمې درج شوې دي، د نهمې مئي په پيښو کښې په ما باندې 13 تورونه لګول شوي وو خو يو هم ثابت نه شو نو هغه ملتان کښې موجود نه دے .نو په اداره کې باید له خدایه وېره وي.

هغه وويل اسلام اباد کې نيول شوى، اډياله جيل ته تللى او په ملتان کې يې مقدمې درج شوي دي، دغو درواغو مقدمو له وجې د انتظاميې وقار متاثره شوى دى، عدالت زما د نيولو نه وړاندې ضمانت منظور کړى دى، زما ضمير مطمئن دى او زما لاسونه پاک دي

شاه محمود قريشي وويل دبهرنيو وزير په توګه يې په ټوله نړۍ کې دپاکستاني ادارو دفاع کړې ده، په هيڅ قسمه ورانکارۍ کې ککړ نۀ وؤ او نۀ يې حق لرم، په څلويښتو کلونو سياست کې په هغه ځائ ولاړ يم چرته چې وم.

هغه زياته کړه چې په جيل کې په يوازيتوب کې څوک امن څنګه رامنځته کولى شي، د جون په مياشت کې په جيل کې د نل اوبه موجودې وې.

د شاه محمود نیول او خوشې کول

د نهم مۍ د سانحې وروستو د تحریک انصاف د یو شمیر مشرانو په څیر شاه محمود قریشي هم د قانون نافذونکو ادارو لخوا د 3MPO لاندې ونیول شو او اډیاله جیل ته منتقل کړل شو.

د عدالت په حکم شاه محمود قرېشي د اډياله جيل نه خوشې شو خو يو ځل بيا د نظر بندۍ سره مخ شو خو د اسلام اباد هائي کورټ د پي ټي آئي د مشر نيول کالعدم ګرځولي او د هغه د خوشي کولو احکامات جاري کړي دي.

Leave a reply