د حج په موسم کې د مکې مکرمې په ټولو لویو او کوچنیو جوماتونو کې د جمعې د لمانځه اجازه ورکړل شوه.

0
221

باغی ټی وی رپورټ

د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزیر ډاکټر عبداللطیف آل شیخ وايي، دا اقدام یې د میلیونونو حاجیانو د اسانتیا لپاره کړی دی.

د اسلامي چارو وزير وويل، د حج په موسم کې چې په مکه مکرمه کې په ميليونونو حاجيان شتون لري، نو د جون له ١٦مې نېټې څخه د حج د موسم تر ختمېدو پورې بايد د دغه ښار په ټولو کوچنيو او لويو جوماتونو کې د جمعې لمونځ ادا شي. .

د عربي ميډيا له مخې په مکه مكه كښې 554 جوماتونه دي چرته چې د جمعې لمونځ نه ادا كېږي خو اوس به هلته ادا كولې شي۔

بايد يادونه وشي چې په مکه مکرمه کې مسجد الحرام ته نږدې او په کوچنيو جوماتونو کې معمولا د جمعې لمونځ نه ادا کيږي ځکه چې د جمعې لمونځ په مسجد الحرام کې ادا کيږي.

Leave a reply