محکمې میړه ته د لومړۍ میرمنې له اجازې پرته د دویمې میرمنې سره د واده کولو سزا واوروله.

باغی ټی وی رپورټ
د بهاولپور کورنۍ محکمې خاوند ته د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته له دویمې مېرمنې سره د واده کولو په تور په شپږ میاشتې بند محکوم کړ.
د کورنۍ محکمې قاضي تورن ته د پنځه لکه روپیو جریمې حکم هم کړی دی.
محکمې د دغې قضيې د حکم د اورولو پر مهال وويل چې تورن کس به د جريمې د نه ورکړې په صورت کې په دوه کاله بند محکوم شي.
د يادونې وړ ده، چې لومړۍ مېرمنې د مېړه د دويم واده لپاره په محکمه کې عريضه کړې وه.





